Monday, August 17, 2020

دتاريخ په هکله ښه معلومات

  

اول به تاريخ تعريف کړوبيابه پرويډيوبحث وکړو
۱

تاريخ له هغه علم څخه عبارت دی چه له تيروکړنو،پيښواومسايلو(هغه مسايل چي دپرمختګ اودفکردبدلون په څانګه کي اثرولري ) څخه په دقيقه توګه بحث کوي
۲- 

دنن سياست دسباتاريخ جوړوي خوپدي شرط چه دنن اوسباترمنځ لږترلږپنځوس کاله وخت وي.
داسي نو ډيرتعريفونه دتاريخ په هکله سته
بيشکه که دادتاريخ استادوي نو داکړنه يوارزونه،په تاريخ کښي داعمالوپررشتنولي يعني عمل چه څه ډول شروع سوی آياهم هغه ډول پای ته رسيدلی اودتاريخ په هکله يوسترمعلومات اوعلم دی چه په حال کښي يي ترلاسه کوي.زماپه نظرداستادهدف دادی چه معلومه کړي يوعمل اوکړنه چه لاس پرلاس سي څه تغيرات پکښي راځي دهغه شروع څنګه او پای يي څنګه وي چه تاسويي نتيجه په ويډيوکښي وه ليدل.
دتاريخ تعرف ته په کتلوسره هرننی عمل اوکړنه دسباتاريخ دی نودلته دويډيودليدلوپراساس ويلای سوچه زموږهره کړنه اوعمل که پاملرنه اوښه فکرپکښي ونه سي په عيني شکل کاپي اوترسره نسي همداسي غلطی به ولری چه بيانوپه راتلونکي تاريخ کښی بدبختانه چه دکړنی هغه اول فاعل ګناه کار اومسؤل ګڼل کيږي هرڅوک به داسي فکرکوي چه داعمل داول نفرلخواهمداسی ترسره سوی دی هغه دانسي درک کولای چه په فعل کښی دډيرکسانودلاس پرلاس کيدواوانتقال په مرحله کښي تغيرراغلی اوداتغيريواځي او يواځي دراتلونکي فاعل دبي احتياطي له وجهي راغلي ،فعل په اصل کښی داسي نه وو فاعل تغيرورکړ.اوس نوکه دکوم چاوينا،کړنه اوياکړنومعلومات چه تاريخ جوړوي په بي پروايي اوبي احتياطي لاس پرلاس سي همدغه ډول ستونزه رامنځته کوي اودهمدغه ستونزوله کبله انسانان ډيرځله دتاريخ پرځينومسايلوبدګمانه کيږي.
محمدطاهرفضلي