Monday, August 17, 2020

دتاريخ په هکله ښه معلومات

  

اول به تاريخ تعريف کړوبيابه پرويډيوبحث وکړو
۱

تاريخ له هغه علم څخه عبارت دی چه له تيروکړنو،پيښواومسايلو(هغه مسايل چي دپرمختګ اودفکردبدلون په څانګه کي اثرولري ) څخه په دقيقه توګه بحث کوي
۲- 

دنن سياست دسباتاريخ جوړوي خوپدي شرط چه دنن اوسباترمنځ لږترلږپنځوس کاله وخت وي.
داسي نو ډيرتعريفونه دتاريخ په هکله سته
بيشکه که دادتاريخ استادوي نو داکړنه يوارزونه،په تاريخ کښي داعمالوپررشتنولي يعني عمل چه څه ډول شروع سوی آياهم هغه ډول پای ته رسيدلی اودتاريخ په هکله يوسترمعلومات اوعلم دی چه په حال کښي يي ترلاسه کوي.زماپه نظرداستادهدف دادی چه معلومه کړي يوعمل اوکړنه چه لاس پرلاس سي څه تغيرات پکښي راځي دهغه شروع څنګه او پای يي څنګه وي چه تاسويي نتيجه په ويډيوکښي وه ليدل.
دتاريخ تعرف ته په کتلوسره هرننی عمل اوکړنه دسباتاريخ دی نودلته دويډيودليدلوپراساس ويلای سوچه زموږهره کړنه اوعمل که پاملرنه اوښه فکرپکښي ونه سي په عيني شکل کاپي اوترسره نسي همداسي غلطی به ولری چه بيانوپه راتلونکي تاريخ کښی بدبختانه چه دکړنی هغه اول فاعل ګناه کار اومسؤل ګڼل کيږي هرڅوک به داسي فکرکوي چه داعمل داول نفرلخواهمداسی ترسره سوی دی هغه دانسي درک کولای چه په فعل کښی دډيرکسانودلاس پرلاس کيدواوانتقال په مرحله کښي تغيرراغلی اوداتغيريواځي او يواځي دراتلونکي فاعل دبي احتياطي له وجهي راغلي ،فعل په اصل کښی داسي نه وو فاعل تغيرورکړ.اوس نوکه دکوم چاوينا،کړنه اوياکړنومعلومات چه تاريخ جوړوي په بي پروايي اوبي احتياطي لاس پرلاس سي همدغه ډول ستونزه رامنځته کوي اودهمدغه ستونزوله کبله انسانان ډيرځله دتاريخ پرځينومسايلوبدګمانه کيږي.
محمدطاهرفضلي

 

Sunday, July 5, 2020

Friday, June 12, 2020

کندهاريانوداځل موبخت ويښ سوی دی انشاالله

اسلام عليکم
درنووطن والوهيله ده جوړاوروغ اوسی
څرنګه چه اولسي جرګه کښي ناست وکيل صاحب که دهرولايت وي اوهرقوم وي دټولوسيموپه حق کښي دښه همات اوبدومخنوي لپاره هڅي کوي خوبياهم په ځينوحالاتواومسايلوکښي ديوي خاصي سيمي کوم چه دی يي اوسيدونکی اووکيل دی نمايندګي کوي اودهغود حقه حقوقولپاره بايدډیرکاروکړی چه په تيروڅوکلنوکښي دکندهارپه حق کښي داچاره پيکه وه خواوس فکرکوم چه موږدواقعي استازولرونکي سوي يوکه دسيلاب صاحب اوکمين صاحب فعاليتونه وڅاری نوپوهيدای سی چه زموږدغه نمايندګان فعال اوکارکوي دلازياتوخدمتونوپه هيله

 

ډاکټرعبدالولي اعتماد

اسلام عليکم
درنو وطن والوهيله ده چه جوړ او روغ اوسی
څرنګه چه پوهيږووطن کښي موستونزي اومشکلات ډيردي دنوروستونزوترڅنګ يوه هم صحي ستونزه ده چه وخت په وخت مو وطن وال دمختلفوناروغيوښکارسوي ښکاره خبره ده چه دصحت بخش کښي ډاکتران صاحبان بايدکاروکړي اوپدغه برخه کښي وخت په وخت خپل نظريات اومعلومات وړاندي کړي په اوسني حالت کښي ميډياپه خاصه توګه فيسبوک ډيرپرمختګ کړی اوډيرلوستونکي لري چه خوشبختانه زموږهيوادوال اولوی کندهاراوسيدونکي هم فيسبوک څخه ګټه اخلي داچه څوک څه ډول ګټه ځني اخلي او څنګه يي استعمالوي دانوپه شخص پسي اړه لري دميډياپدي ډګرکښي يو هم زموږځلانده ستوری ډاکټرعبدالولي اعتمادصاحب دی چه خپلووطن والوته يي په خپله ژبه وخت په وخت صحي معلومات وړاندي کړي په رشتياچه هره ليکنه اومعلومات حوصله ،معلومات اووخت ته اړتيالري چه نوموړي ډاکټرصاحب دخپلوکاري مصروفيتونوترڅنګ همدي چاري ته هم وخت ورکړی او زموږسره يي وخت په وخت صحي معلومات شريک کړي او موږ يي متوجه کړي يوچه دغه کاريي دستايني وړبولم الله ج دي اجرونه ورکړي ديوافغان اووطن وال په حيث مننه ځني کوم وياړمويي اعتمادصاحب


Friday, May 29, 2020

موږخيرات خواره نه يو!

موږخيرات خواره نه يو خو په لوی لاس خيرات اخستلوته مجبوره کيږوتاسوداځني کړني تعقيب کړی.


Tuesday, May 12, 2020

Covid 19 Used .......................................

زه دکرونا بي بي پرداځينوځپل سوو اوددوې پرخبرو ورځ تربلي شکمن کيږم.
اوددغه عذاب څخه دنړيوالودهغه سياسي استفادې چه نړی دي له يو سورس يامنبع څخه رهبري سي ددوی دغه ارمان ته پررسيدوباوري کيږم .په ياديي وه لری

(Quarantine was the first test )


Monday, May 4, 2020

دظلم زيږنده



اسلام عليکم
هيله ده جوړ او روغ اوسی
که دقدرتمندواوياهغه خلکوسره کوم چه خلک يي په هکله فکرکوي چه ظالم دی ددوی سره دزړه خواله وسي نوکيدای سي دنړی ډيردغه ډول خلک دقدرت ترمخه ډيرمظلوم او پردوی دنورو لخوا دترسره سوو ډول ډول ظلمونو په نتيجه کښي قدرتمندظالم اوياظالم معرفي سوي وي ،ځکه ځني خلک هغه وخت ډيرقدرت طلبه کيږي چه د ډول ډول ظلمونواوتيريو سره مخ وي او پروړاندي يي بي وسه وي نودانتقام پخاطرقدرت طلبه کيږي اوکله چه پرقدرت سو........بيانوهغه کيسه ځني جوړه سي چه وای پورچه ترسلوتيرسو وچه يي مه خوره چه په نتيجه کښي يي رشتياهم يا ظالم او ياهم پرده دترسره سوي ظلم پراساس دظالم سره دعدالت دترسره کولوپرمهال نوروناخبره خلکوته ظالم ښکاري اودناخبری پراساس يي ظالم معرفي کوي


Wednesday, April 29, 2020

کرونا دمعلوماتوپه رڼاکښي


اسلام عليکم
هيله ده چه جوړاوروغ اوسی
ددې لپاره چه اولس په حقيقت پوه سوی اوسي او ټول هغه شکونه او ګومانونه چه دکرونا په هکله له خلکوسره سته له منځه تللي او دخلکوپوښتني پدي برخه کښي جواب سوي اوسي نو دابه ډيره ښه وي چه په کرونا وايرس اخته کس ترتداوي لاندي او شهيدسوي کس نوم دپلارنوم او ادرس دصحت عامي لخوا اعلان سي ديوه اړخه به خلک هغوی ته دعاګاني وکړي اودهغوي دکورني مرستي ته به يي ورسي او له بله اړخه به دعام اولس سوالونه جواب سوي اوسي بيابه نوخلک کروناهم جدي وه ګڼي
او دابه هم نه وايي چه ( کروناکه لنګه غوا؟؟؟) څه چه حقيقت وي حقيقت دي نو بايد روښانه هم سي ولي پټ وساتل سي



Saturday, January 25, 2020

زموږوياړمنظوراحمددانش


منظوراحمددانش دکندهارولايت اوسيدونکی او زموږوياړدی .دهغه هڅي دځوانانودتشويق ،همايت اوروزني په برخه کښي چه اکثره کارونه يي رضاکارانه فقط او فقط ددي ټولني دپرمختګ په موخه دي ډيرښه اودستايني وړدي .هغه څوک چه دښه معاش ،موټر،دفتراوامکاناتوسره سره کارنکوي خوهغه څوک چه په خپلوشخصي ناچيزه امکاناتوپه رضاکاره ډول دخپلي ټولني خدمت کوي افرين دي وي پر.درباندي وياړو 

Wednesday, January 8, 2020

سيمه ايزکاري پاليسي



اسلام عليکم
ګرانوکندهاريانوزه دسيمه ايزکاري پاليسي وړانديز او همايت کوم آياتاسوراسره همږغي ياست .سيمه ايزکاري پاليسي يعني څه ؟
په هره سيمه کښي دي دهغې سيمي وګړي په کار وه ګومارل سي .په کندهارکښي دکندهارخلک .په جنوب حوزه کښي دلوی کندهارخلک
لطفاپه دغه برخه کښي خپل نطراوتجربه راسره شريکه کړی