Friday, June 12, 2020

کندهاريانوداځل موبخت ويښ سوی دی انشاالله

اسلام عليکم
درنووطن والوهيله ده جوړاوروغ اوسی
څرنګه چه اولسي جرګه کښي ناست وکيل صاحب که دهرولايت وي اوهرقوم وي دټولوسيموپه حق کښي دښه همات اوبدومخنوي لپاره هڅي کوي خوبياهم په ځينوحالاتواومسايلوکښي ديوي خاصي سيمي کوم چه دی يي اوسيدونکی اووکيل دی نمايندګي کوي اودهغود حقه حقوقولپاره بايدډیرکاروکړی چه په تيروڅوکلنوکښي دکندهارپه حق کښي داچاره پيکه وه خواوس فکرکوم چه موږدواقعي استازولرونکي سوي يوکه دسيلاب صاحب اوکمين صاحب فعاليتونه وڅاری نوپوهيدای سی چه زموږدغه نمايندګان فعال اوکارکوي دلازياتوخدمتونوپه هيله

 

ډاکټرعبدالولي اعتماد

اسلام عليکم
درنو وطن والوهيله ده چه جوړ او روغ اوسی
څرنګه چه پوهيږووطن کښي موستونزي اومشکلات ډيردي دنوروستونزوترڅنګ يوه هم صحي ستونزه ده چه وخت په وخت مو وطن وال دمختلفوناروغيوښکارسوي ښکاره خبره ده چه دصحت بخش کښي ډاکتران صاحبان بايدکاروکړي اوپدغه برخه کښي وخت په وخت خپل نظريات اومعلومات وړاندي کړي په اوسني حالت کښي ميډياپه خاصه توګه فيسبوک ډيرپرمختګ کړی اوډيرلوستونکي لري چه خوشبختانه زموږهيوادوال اولوی کندهاراوسيدونکي هم فيسبوک څخه ګټه اخلي داچه څوک څه ډول ګټه ځني اخلي او څنګه يي استعمالوي دانوپه شخص پسي اړه لري دميډياپدي ډګرکښي يو هم زموږځلانده ستوری ډاکټرعبدالولي اعتمادصاحب دی چه خپلووطن والوته يي په خپله ژبه وخت په وخت صحي معلومات وړاندي کړي په رشتياچه هره ليکنه اومعلومات حوصله ،معلومات اووخت ته اړتيالري چه نوموړي ډاکټرصاحب دخپلوکاري مصروفيتونوترڅنګ همدي چاري ته هم وخت ورکړی او زموږسره يي وخت په وخت صحي معلومات شريک کړي او موږ يي متوجه کړي يوچه دغه کاريي دستايني وړبولم الله ج دي اجرونه ورکړي ديوافغان اووطن وال په حيث مننه ځني کوم وياړمويي اعتمادصاحب