Friday, July 5, 2019

ذهني معلولين



ذهني معلولين 

په افغانستان په خاصه توګه جنوب حوزه کښي دذهني معلولينوکچه ورځ تربلي پورته کيږي دغه بي وزله انسانان چه دغه حالت ته درسيدو عوامل يي زيات اوفرق کوي ،اکثره له خپلوکورنيوڅخه ورک پرلويولارو،خرابو،پلونواوپلچکونوکښی په وږي تږي نس بدحالت کښي دژوند شپي او ورځي سباکوي.دوی خوپريږده چه کوم حالت کښي دي نه په ځان پوهيږي او نه په خپل حق. اوس نو ددوی پرفاميل به څه تيريږي ،منم چه ځني خلک به داسي وي هغه هم دمجبوريت،نه زغم ناتوانی اوغربت په خاطرچه ددغه ژوندي انسان دکورڅخه په ورکيدوراضي وي په مرګ يا په ژوندخوټول خوداسي نه دي چه دخپل زوی يالور ورور ياخورپه مرګ اورکيدو يابي عزته کيدو دي راضي يي .نوفکروکړی هغه ذهني معلولين چه دخپله کوره نادرکه سي دهغوی پرفاميل به څه تيريږي . دخپل اولادسره دبي کچي ميني اوګرانښت پراساس هرچاته خپل اولادکه هرڅومره توربدرنک وي ښايسته اوسپين ښکاري ( متل دی وای تور کارغه خپل زوی ته ويل چه زماسپينکیيه زويه ) که په هره کچه معلول وي داوږو باريي نه ګرځي بلکي په ميړانه يي خدمت کوي ،هغوی ته دمعلوليت احساس نه ورکوي او هميشه ورسره مل وي.خوددي هرڅه سره سره يومهمه خبره دمعلوليت اومعلول فرق دی چه همدغه فرق دځينومجبوريتونواوخاصوستونزوپراساس هغه ګران موراوپلار دخپل خواخوږي اوشيرين اولادپه خدمت ،مينه اومحبت کښي پاته راتلوته مجبوروي ،چه يوله همدغه معلولينوڅخه ذهني معلول دی چه ځيني له دغه معلولينوڅخه داسي دي چه ډيرشديدحالت کښي وي خپل اوپردی نه پيژني پرځان بلکل کنترول نه لري ،په کور کښي جنګ اوجګړي کوي ،پرهره خواچه يي مخ سو پرهغه خواځي چه اکثريت په کورونوکښي په ځينځرانوتړلي يي ،په داډوول حالت کښي نه يواځي داچه دهغوی حقه حقوق ترپښولاندي کيږي دهغوی خواړه، اوبه،جامه اونظافت ته پاملرنه اويالاس رسی نه کيږي بلکي دده دغه حالت دفاميل پرنوروغړوهم بده اغيزه کوي چه په نتيجه کښي يي دفاميل او شاوخواټولني روغ وګړی ناروغ کيږي .خودولت په خاصه توګه دعامي روغتياوزارت او افغاني سره مياشت پدي برخه کښي پاته راغلي زمادابتدايي معلوماتوله مخي دوی په کندهارکښي خوبيخی دارلمجانين لري نه دافغانستان په کچه يواځي دوه دارلمجانين لري يوپه هرات بل کابل کښي اوهغه هم ډيرکم معلولين مني .ددي لپاره چه دټولني دغه بي وزله انسانان له يوه طرفه خدای مکړه دکورنی داوږوبارونه ګرځي او له بله اړخه تداوي،پروخت تغذيه،که دروغ په څيرنه وي ديوناروغ خوانسان په سترګه ورته وه کتل سي ،کورني او ټولني روغ وګړي ده ته په کتلواو زوريدلوناروغ نه سي نوپرهمدي اساس دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ټول حکومت اوچارواکوپه خاصه توګه افغاني سره مياشت او عامي روغتيا وزارت څخه په درنښت هيله کووچه ددغه بي وزله انسانانوغم وخوري دازموږحق او دوی مسوليت دی اوفيسبوک درنوليکوالانوڅخه هم په ډيردرنښت هيله کوم چه زماداږغ بدرګه اوددغه روااوقانوني غوښتني همايت وکړي .
نوټ:هرڅوک که داډوول ناروغ په خپل کوريادوستانوکښي لري لطفآمعلومات يي راته مسج کړی ترڅودهغوی دغه ستونزي ته پای ټکی کښيښودل سي .انشاالله
په خورادرنښت
ستاسوورورطاهرفضلي